د لغمان لپاره د طالبانو د امنیت رئیس په یوه ترافیکې پېښه کې مړ سو

Jan 6, 2022 - 20:13
 14

د لغمان لپاره د طالبانو د ملي امنیت رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې مړ سو.

د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن پنجشنبه (د مرغومې په ۱۶مه) رسنیو ته وویل، تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې د مرکز مهترلام اړوند قرارګاه سیمه کې د دغه ولایت لپاره د ملي امنیت رئیس مولوي الفت هاشمي په یوه ترافیکي پېښه کې مړ سوی او ۴ ساتونکي یې ټپیان سوي دي.

دا چې پېښه څنګه رامنځته سوې؟ څه نه دي ویل سوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې دغلته په ترافیکي پېښه کې د دوی د یو لوړ پوړی چارواکي د مړینې خبر ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان په مربوطاتو کې ترافیکې پېښې شوې وې چې له کبله یې پنځه تنه عام خلک مړه او اته نور ټپیان سوي وو.