اسټن او بلېنکن له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه کانګرس ته توضیحات ورکوي

Jan 6, 2022 - 20:09
 8

ټاکل سوې ده چې د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن راتلونکې اوونۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه کانګرس ته توضیحات ورکړي.

د راپورونو له مخې د سې شنبې په ورځ(د مرغومي ۱۵مه) به د لوېډ اسټن سربېره د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وینا وکړي.

دا غونډې د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي.

دا دوه وزیران په داسې وخت کې له کانګرس سره معلومات شریکوي چې دفاعي چارواکي د القاعده شبکې له لوري د لږو لاسته راوړنو خبره کوي.

اسټن ټینګار کوي چې امریکایي ځواکونه دا توان لري چې له بهره د څارنې او جنګي الوتکو په واسطه د افغانستان دننه د ګواښونو مخه ونیسي.