سريلانکا کې لګول سوی ګرځبنديز د ۱۲ ساعتونو لپاره ليرې کړی سو

May 15, 2022 - 15:20
 15
سريلانکا کې لګول سوی ګرځبنديز د ۱۲ ساعتونو لپاره ليرې کړی سو

په سریلانکا کې پرون شنبه په ملي سطحه لګول شوی ګرځبندیز د ۱۲ ساعتونو لپاره لیرې کړای سو.

د محدودیتونو کمېدو په لړ کې د دغه هېواد نوي صدر اعظم رانیل ویکر مسینګه له حکومت-پلوه او د حکومت له مخالفو ډلو سره تر شخړو وروسته خپلې کابینې ته کسان وګمارل.

په دغو شخړو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل سوي دي.

په سریلانکا کې له څه باندې يوې میاشتې راهیسې سوله ییز اعتراضونه روان وو، خو په وروستۍ اوونۍ کې هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتل، چې د مخکېني صدر اعظم پلویانو پر یوه اعتراضیه کمپ یرغل ور وړ، خېمو ته یې اور واچاوه، له پولیسو او اعتراض کوونکو سره یې شخړه وکړه.