طالبان: د امریکایانو بمبارونه پاروونکی عمل دی؛ مسؤلیت به یې د دوی پر غاړه وي

Jun 27, 2021 - 16:20
 19

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ډرون بریدونو ته غبرګون کې خبرداری ورکړی، دوی مجبور شي چې دې ته غبرګون وښیي.

رپوټونو کې ویل شوي، تېره شپه د افغان او امریکايي ولسمشرانو له لیدو څو ساعته مخکې د امریکا ډرون الوتکو د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو هدفونه په نښه کړي دي.

د فاکس نیوز خبري شبکې د امریکا دفاع وزارت سرچینو ویلي، امریکايي پوځیانو د افغانستان په شمال کې دوه ځایه ډرون بریدونه کړي دي.

ویل کېږي دغه دوه بریدونه په بغلان او کندوز ولایتونو کې شوي، چې وسله والو طالبانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان په ځینې ولایتونو کې د امریکايي الوتکو بریدونه غندي. د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:

''داسې کړنې پارونکې دي او عکس العمل ته زمينه مساعدوي. '' د طالبانو په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، بهرني ځواکونو باید له افغانستانه وتلو ته متوجه شي او نه نور '' په جګړه کې ښکېل نه شي. ''

بلخوا د جګړې په ډګر کې دواړه لوري له یوه بل د ولسوالیو د نیولو او د مقابل اړخ د په شا کولو خبره کوي. افغان حکومت وايي د پکتیا ولایت میرزکه او د بغلان تاله وبرفک ولسوالۍ یې بېرته نیولي.