لوړو زده‌‌‌کړو وزارت په هېواد کې د دولتي پوهنتونونو د استادانو معاشونه لوړ کړل

Apr 10, 2023 - 21:15
Apr 10, 2023 - 21:19
 14
لوړو زده‌‌‌کړو وزارت په هېواد کې د دولتي پوهنتونونو د استادانو معاشونه لوړ کړل
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د پوهاند عملي رتبې میاشتنی معاش له ۳۹ زره افغانیو نه ۶۰ زره افغانیو ته، د پوهنوال علمي رتبې معاش له ۳۳ زره افغانیو نه ۴۵ زرو ته،
همداراز، د پوهندوی علمي رتبې معاش له ۲۷ زره افغانیو نه ۳۸ زرو ته، د پوهنمل علمي رتبې معاش له ۲۱ زره افغانیو نه ۳۰ زرو ته، د پوهنیار علمي رتبې معاش له ۱۸ زره افغانیو نه ۲۵ زرو ته او د نوماند پوهنیار علمي رتبې میاشتنی معاش له ۱۳ نیم زره افغانیو نه ۲۰ زره افغانیو ته لوړ سوی دی.
د دې وزارت په خپرې سوې خبرپاڼه کې زیاته سوې، د معاشونو د لوړوالي په اړه دغه پرېکړه د ۱۴۰۲ هـ ش کال له لومړۍ میاشتې د اجرا وړ دی.
سکون راډیو