فراه ولایت کې ځایي مسؤلینو ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړي

Apr 11, 2023 - 20:46
 8
فراه ولایت کې ځایي مسؤلینو ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړي

له ايران څخه وارد سوي ۱۶ ټانکره بې کيفيته ډېزل او پټرول له فراه ولایت څخه بېرته دغه هېواد ته ګرځول سوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، د فراه ۷۸میل بندر کې ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته بېرته ګرځول سوي دي.

سرچینې ویلي په وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په جدیت سره د بې کيفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

یادې ادارې له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او د بې کیفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي کنې قانوني چلند به ورسره کېږي.

سکون راډيو