ملګري ملتونه: د نړیوالې ټولنې د غړیتوب لپاره باید بشري حقونه رعایت سي

Jan 30, 2022 - 20:13
 7
ملګري ملتونه: د نړیوالې ټولنې د غړیتوب لپاره باید بشري حقونه رعایت سي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نوي حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.

دده په وینا نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.

بلخوا د نوي حکومت چارواکو بیا په ځلونو ویلي چې دوی د نجونو زده کړو او تعلیم ته ژمن دي او تازه په تازه دا ژمنه هم شوې ده چې ښایي د نوي کال په راتګ سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یو پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

هغه زیاته کړې ده چې دوی په واک کې د مشخصو څېرو غوښتنه نه کوي بلکې داسې یو ټولشموله دولت غواړي چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وویني.

ویسټ څرګنده کړې ده چې دوی د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې مانادار، ملي او ټولمنلي ترکیب غوښتونکي دي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي وو چې امریکا او نوره نړۍ له پراخ بنسټه دولت څخه مشخص تعریف نه لري او په خبره یې د امریکا دا غوښتنه یوازې یوه پلمه ده.