‏ننګرهار کې ۱۷۸۱ کورنيو سره د ۷۴۸ زره امريکايي ډالرو نغدي او ژمنيو مرستو لړۍ پیل سوه.

Dec 20, 2022 - 16:21
 2
‏ننګرهار کې ۱۷۸۱ کورنيو سره د ۷۴۸ زره امريکايي ډالرو نغدي او ژمنيو مرستو لړۍ پیل سوه.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، ياده مرسته د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې په هڅو IOM ادارې له لوري شوې، چې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالر، ۳ کمپلې او ژمنی پوښاک ورکول کيږي.
‏دا مرسته د جلال اباد ښار، بټي کوټ، کامې، دره نور، حصارک، بهسودو، سره رود او شينوارو ولسواليو د طبعي پېښو زیانمنو او راستنو شويو کورنیو ته وېشل کيږي.
سکون راډیو