هلمند کې له يوه سيند څخه د دريو کسانو مړي موندل سوي

Jun 21, 2022 - 14:23
 12
هلمند کې له يوه سيند څخه د دريو کسانو مړي موندل سوي

د هلمند چارواکي د هغو دریو کسانو د مړو د موندلو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په اوبو کې د لامبو په مهال ډوب شوي وو.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا پرون دوشنبې په خپره شوي خبرپاڼه کې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي خو له خلکو غوښتل سوي چې سیند کې دې له لامبو ډډه وکړي.

تر دې مخکي هم په دې ولایت کې دا ډول څو پېښې سوې وې.