هلمندکې سکون ګروپ خپل لمړنۍ فعالیت پیل کړ

Apr 11, 2021 - 11:37
 22

هلمند کي سکون راډیو پر ۹۰،۱ اف ام څپه خپل نشرات پیل کړل.
سکون رسنیز ګروپ چي په خپله رسنیزه غیږ کي راډیو،ټلویزیون،پروډکشن،جریده او ویب سایټ لري پرون چهارشنبه یې راډیو،پروډکش او ویب سایټ رسمآ پرانیستل سول.

د پرانیستي مراسیمو کي دهلمند مرستیال او سرپرست والي بریالي نظري،د محلي اورګانونو خپلواکي اداري ارشد مشاور جان محمد شیرزاد، داقوامو او قبایلو ریس نوید نظري،دملي راډیو ټلویزیون امر،دمدني ټولنو دیوالي مرکز مشر،په هلمند کي دسیمه ایزو رسنیو مسولینو،قومي مشرانو،خبریالانو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړې وو.

سکون رسنیز ګروپ چي دهلمند د دریو ځوانو او نوښتګرو خبریالانو هر یو لکه

۱: صفت الله زاهدي
۲: حافظ احمد نصرت
۳: عزیزاحمد شفیع
په امتیاز او مدیریت سره په مخ وړل کیږي موخه یې ټولنه کي د بدلون لپاره کار کول دي.
سکون راډيو د اسلامي،سیاسي،ټولنیزو،ښوونیزو،ورزشي،خبري،تفریحي او فرهنګي خپرونو په مټ ۱۸ ساعته د لښکرګاه له زړه خپروني وړاندي کوي چي راتلوونکو څو کلونو کي به خپل نشرات تر نورو ولایتونو هم ورسوي او د ویب سایټ، ټولنیزو رسنیو په مټ به یې ټولي خپروني د نړۍ په لر او بر کي واوریدل سي.
سکون د بدلون په لور