وسله والو کسانو په پاکستان کې دوه سیکان وژلي دي

May 15, 2022 - 17:24
 4
وسله والو کسانو په پاکستان کې دوه سیکان وژلي دي

د خیبرپښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې چارواکي وايي نامعلومه وسله والو نن یکشنبه مۍ ۱۵ (غوايي۲۵) دوه سیکان وژلي او تښتېدلي‌ دي.

راپورونه وايي چې وژل شوي سیکان سلجیت سنګ (۴۲ کلن) او رنجیب سنګ (۳۸) نومېږي او وروڼه دي.

چارواکي وايي دوی په «باړه» کې د «بټه تل» په بازار کې د «مصالحه جاتو» کاروبار کاوه چې وسله والو په خپلو هټیو کې وژلي دي. بریدګر په موټر سایکلونو سپاره وو او تښتېدلي دي.

لا کومې وسله والې ډلې او کوم شخص د دغه برید مسئولیت نه دی منلی. یوه میاشت مخکې هم په پېښور کې په یو بل ورته برید کې د سیک اقلیت یو بل وګړی وژل شوی و.

د پېښور پولیسو په اعلامیې کې د وژل شویو وروڼو عمرونه ۴۲ او ۳۸ ښودل شوي دي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې په دغه ښار کې د اقلیتونو د حقونو د یو مبارز صاحب سنګ په حواله لیکلي دي چې له ۲۰۰۹ راپدېخوا په پېښور کې شاوخوا ۲۱ سکان په بېلا بېلو پېښو او بریدونو کې وژل شوي دي.‌

د اقلیتونو د حقونو یو بل مبارز هارون سربدیال وايي چې په خیبرپښتونخوا کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ سکان ژوند کوي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان پولیسو ته لارښوونه کړې ده چې بریدګر پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي دا برید غندلی او دا کار یې د مذهبونو ترمنځ یې د نفرت پارولو یوه هڅه بللې ده.

په سیک اقلیت دا برید داسې مهال کېږي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي په شمالي وزیرستان کې په یو ځانمرګي برید کې د پاکستان درې سرتېري او درې ماشومان وژل شوي دي.