په جلال اباد ښار کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو او ویالو د کانکریټ کولو چارې پېل سوې

Apr 3, 2023 - 19:31
 13
په جلال اباد ښار کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو او ویالو د کانکریټ کولو چارې پېل سوې
د جلال اباد ښاروالي وايي، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر ( UNOPS) په مالي ملاتړ د ۷ ناحیې په اخندزادګانو او سبز اباد ساحه کې د فرعي سرګونو او ویالو د جوړولو چارې رسماً پیل سوې وې.
مسؤلین زياتوي، یادې فرعي سړکونه چې ۱ کیلو متره اوږدوالی لري او په مختلفو عرضونو شامل دی کانکریټ کېږي.
په دغې پروژه "۱۰" میلونه افغانۍ لګښت راځي، چې هره ورځ به پکې سلګونه د سیمې اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه برابره سې او د ۲ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې سې.
سکون راډیو