په غزنی ولایت کې د٧٠ بیوزلو کورنیو سره مرسته وسوه !

Apr 15, 2022 - 14:08
Apr 15, 2022 - 14:57
 23
په غزنی ولایت کې د٧٠ بیوزلو کورنیو سره مرسته وسوه !
په غزنی ولایت کې د٧٠ بیوزلو کورنیو سره مرسته وسوه !

غزني: د خدمت خیریه بنسټ له لوري پر ۷۰ بي وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل سول.

د غزنی ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د خدمت خیریه بنست له لوري پر ۷۰ بیوزلو کورنیو اړین خوراکي توکي وویشل سول ، د یادو خوراکي توکو د ویش پر مهال د خدمت خیریه بنسټ مسوول شریف الله سکون راډیو ته وویل زموږ په نننۍ مرسته کې ۷۰ بي وزلو کورنیو ته چي لا د وړاندی سروې سوی وه د اړینو خوراکي توکو مرستي وویشل سوې او له دې جملې څخه هري کورنۍ ته د لس زرو افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل سوه.

د یاد بنسټ مسوول زیاته کړې چې دوي به لا هم په راتلونکي کې د غریبو او بي وزله کورنیو د لاسنیوي لپاره دا ډول مرستي وکړي.

د یوي بي وزلي کورنۍ سرپرست چي ماشوم او په سترګو یې څه نه لیدل وايې د نننۍ مرستو د ترلاسه کولو له امله زیات خوشحاله یم ځکه دا توکي به مو د یو څه مودې لپاره له لوږي وژغوري.

غزني کې له بي وزلو کورنیو سره داسي مهال مرسته ترسره کیږي چې ددې ولایت پر وګړو سربیره ګڼ هیوادوال له فقر او بیکارۍ څخه کړیږي.