په فرانسې کې یو زده کوونکي خپله ښوونکې په چاقو ووژله

Feb 22, 2023 - 18:30
 2
په فرانسې کې یو زده کوونکي خپله ښوونکې په چاقو ووژله

د فرانسې د جنوب لویدیځ په یو ښوونځي کې د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) یوه ښوونکې د خپل یو زده کوونکي د چاقو په برید کې ووژل سوه.

پېښه د سینټ ډیلوژ تفریحي ساحلي ښارګوټي په یو خصوصي ښوونځي کې سوې ده.

څارنوالانو وویل چې دې ښوونکې په صنف کې د فرانسوي ژبې درس ورکاه چې یوه زده کوونکي ورباندې د چاقو ګوزار وکړ.

له دې ښوونکې سره، چې عمر یې د ۵۰ کالونو په شاوخوا کې ښودل سوی، د پیښې په ځای کې عاجله طبي مرسته وسوه، خو د څارنوالانو په خبره، هغې د خپلو زخمونو په وجه ساه ورکړه.

له پېښې وروسته یو ۱۶ کلن زده کوونکی د برید په تور نیول سوی دی.

د فرانسې د ښوونې او روزنې وزیر پاپ ندیایي د ښوونکې په مړینې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پېښې ځای ته سفر کوي.

د پېښې دقیق علت لا معلوم نه دی.

سکون راډیو