په هلمند ولايت کي د جګړې له امله د سلګونو بي ځايه سوو کورنيو سره نغدي مرسته وسوه.
نن د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کي د جګړې له امله بې ځايه سو (۵۲۴) کورنيو سره د بېلا بېلو مرستندويه مؤسساتو په ګډې همکارۍ سره د (۱۹۵) امريکايي ډالره نغدي مرسته وسوه. د يادې مرستې د پروګرام اړوند د هلمند ولايت د ګډوالو چارو ريس مولوي الله داد انقیادي رسنيو ته وويل : (دا مرسته د هغو (۵۲۴) کډوالو کورنيو سره په شفاف ډول وسوه، کومې چي د جګړې له امله بې ځايه سوې وې، انقيادي زیاته کړه، چي په راتلونکي کي به د نورو کورنيو سره هم مرسته وسي). د يادې مرستي يو تن ترلاسه کوونکی عبدالرازق، سکون راډيو ته وويل : ډير خوشحاله يم، چي دا مرسته مي ترلاسه کړه، هغه وويل، موږ د جګړې له امله څو ځلې ګډوال سوی او د اقتصادي ستونزو سره مخ يم، چي اوس په دغو پيسو زه کولای سم، خپلې کورنۍ ته دوې مياشتي خوراک برابر کړم، هغه د ياد پروګرام د مسؤلينو څخه مننه وکړه او د نورو مرستو غوښتنه يې هم وکړه. د يادوني وړ ده، چي اوسمهال په هلمند ولايت کي نورې زرګوني اړمندې او د ناچارۍ سره مخ کورنۍ سته، چي مرستې ته اړتيا لري.