پوتين امريکا سره د نيوسټارټ تړون غړيتوب ځنډولو قانون توشيح کړ

Mar 1, 2023 - 16:29
 13
پوتين امريکا سره د نيوسټارټ تړون غړيتوب ځنډولو قانون توشيح کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون سه‌شنبې هغه قانون توشیح کړ چې، له امریکا سره په نیوسټارټ تړون کې د مسکو غړیتوب ځنډوي.

د دغه تړون له‌مخې دواړه هېوادونه مکلف دي چې پر اټومي سروکو د سمبالو وسلو شمېر له ۱۵۵۰ او د قاره ویشتونکو بالستیک توغندیو شمېر له اووه سوو زیات نه‌ کړي.

پوتین تېره اوونۍ ملت ته په وینا اعلان کړه چې، غواړي په دغه تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډوي.

د روسیې د پارلمان یا دوما دواړو جرګو تېره اوونۍ دغه قانوني مسوده تصویب کړې وه.

سکون راډیو