چارواکو په افغانستان کې د پاسپورت وېشلو بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکړ.

Mar 1, 2023 - 13:11
 4
چارواکو په افغانستان کې د پاسپورت وېشلو بهیر د بیا پیلېدو خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست نن چهارشنبه مارچ لومړۍ (کب لسمه) ویلي چې انلاین فورم لرونکو افغانانو ته د پاسپورت وېشلو بهیر نن پرانیستل سو.
دغه ریاست زیاته کړې: "د پاسپورټ عمومي ریاست د انلاین فورم لرونکو مراجعینو ته د پاسپورټ د ویش بهېر نن رسماً پیل کړ."
چارواکو شاوخوا پنځه میاشتې دمخه په افغانستان کې د ناڅرګندو دلایلو له مخې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر وځنډوه.
خو چارواکو د پاسپورټونو د ځنډ علت تخنیکي ستونزې یادې کړې وې او ویلي و، چې دغه ستونزه به ژر حل سي.
دغه ریاست د فبرورۍ میاشتې پر ۲۳مه ویلي و چې یادې تخنیکي ستونزې هواري سوي او په خبره یې د پاسپورتونو وېشلو بهیر به د مارچ پر لسمه پیل سي.
د پاسپورت عمومي ریاست له مراجعینو څخه غوښتي و چې د پاسپورت اخیستلو لپاره انلاین فورمې ډکې کړي.
خو یو شمېر افغانان بیا شکایت کوي چې د دغه ریاست لخوا اعلان سوی انلاین سایټ زیات وخت کار نکوي.
سکون راډیو