ملګري ملتونه: افغانستان کې نیږدې ۹ میلیونه وګړي د زده کړو برخي کې لاسنیوي ته اړتیا لري.

Mar 1, 2023 - 10:59
 6
ملګري ملتونه: افغانستان کې نیږدې ۹ میلیونه وګړي د زده کړو برخي کې لاسنیوي ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ برخې یا اوچا روان میلادي کال کې په دغه هېواد کې د تعلیم د ملاتړ لپاره د ۲۱۵ مېلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې.
دغه بنسټ ویلي، په افغانستان کې ۸.۷ مېلیونه وګړي د زده کړو په برخه کې ملاتړ ته اړ دي چې دوی ترې ۳.۱ مېلیونه ته په روان ۲۰۲۳ کال کې لومړيتوب ورکړی.
اوچا دا پیسې په ټولنو کې نجونو ته د زده کړو، ښوونځیو ته د تجهیزاتو پېرلو، ښوونکو ته د روزنې او له لیرې د زده کړو د خدماتو برابرولو ته غوښتې دي.
افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو پر ښوونځیو د ا.ا.ا د بندیز نن ۵۳۱ ورځې پوره سوې. په لوړو زده کړو کې يې د ښځو په لګولي بندیز هم شاوخوا دوې میاشتې اوړي.
ملګري ملتونه وایي، که نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته اجازه ورنه کړل سي، څه باندې ۲۱۵ زره نورې هغه نجونې چې تازه اوومو ټولګیو ته بریالۍ سوي، هم له زدکړو بې برخې سي.
سکون راډیو