پوليس په جنوبي افريقا کې د ۲۰ کسانو مرموزه مړينه څېړي

Jun 27, 2022 - 15:09
 15
پوليس په جنوبي افريقا کې د ۲۰ کسانو مرموزه مړينه څېړي

د جنوبي افریقا پولیس د لږ تر لږه ۲۰ کسانو مرموزه مړینه څېړي، چې ډېری یې تنکي ځوانان دي.

دغه کسان د ایست لندن ښار په یوه مشهور بار کې دننه مړه وموندل شول.

د پولیسو افسیر تمبينکوسکي کینانا پرون ویلي، لا ډېره وختي ده چې د دغو کسانو د مړینې د علت په باب څه وویل شي.

چارواکو ویلي چې د قربانیانو ډېری برخه هغه تنکي ځوانان وو، چې د عالي لېسې د پای ته رسولو خوشحالي یې لمانځله.

چارواکو دا نه ده منلي چې دغه کسان دې په ټېل ماټېل کې مړه شوي وي، خو ویلي یې دي چې د عدلي طب تر څېړنو وروسته به معلومه شي چې دغه کسان مسموم کړای شوي که نه.