چېنای سوپر کېنګز لوبډلې د ۲۰۲۳ز کال ای پي اېل کرکټ لیګ سیاليو په پايلوبه کې ګجرات ټايټنز ته ماتې ورکړه.

May 30, 2023 - 14:37
 14
چېنای سوپر کېنګز لوبډلې د ۲۰۲۳ز کال ای پي اېل کرکټ لیګ سیاليو په پايلوبه کې ګجرات ټايټنز ته ماتې ورکړه.
د مې پر ۲۹مه، د ګجرات په احمداباد کې سوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ ګجرات ټايټنز لوبډلې وکړ. هغوی په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې جوړې کړي. تر ټولو ډېرې منډې سای سودارسن وکړې چې پر ۴۷ بالونو يې ۹۶ منډې جوړې کړې.
دا سیالي تر دې یوه ورځ مخکې د باران له امله نه وه سوې او کله چې په دوهم ځل کېدله، د چېنای سوپر کېنګز د توپوهنې پر وخت په لومړي اوور کې باران سروع شو. لوبه ودرېدله خو وروسته چې د شپې ناوخته بیا پيلېدله نو لوبڅارو د "ډي اېل اېس" سېسټم له لارې پرېکړه وکړه چې ياتې سیالي به ۱۵ اووره وي او هدف به ۱۷۵ منډې وي.
چېنای سوپر کېنګر دا هدف د پينځو ویکټو په زیان د اخري اوور پر اخري بال پوره کړ. په وروستيو دوو بالونو کې ۱۰ منډې پاتې وي چې رويندرا جدېجا يوه شپږيزه او بله څلوریزه ووهله او په دې توګه چېنای سوپر کېنګر لوبډله د پينځم ځل لپاره د ای پي اېل ۲۰ اووره سیاليو اتله شوه.
د ګجرات لخوا افغان لوبغاړي نور احمد لکڼوال په درې اوورونو کې ۱۷ منډې ورکړي او دوه لوبغاړي یې اوټ کړل. خو د دې لوبډلې بل نوموتی لوبغاړی راشد خان ښه ونه ځلېد. هغه په درې اوورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او هېڅ ويکټ یې وانخیست.
د چېنای سوپر کېنګز لوبډلمشر مهيندر سېنګ دوني د لوبې تر ګټلو وروسته وويل چې په لوبډله کې یې د مشرانو لوبغاړو تجربه او د ځوان لوبغاړو د کرکټ جدیدې وړتیاوې د دې سبب سوې چې دغه اتلولي وګټي. هغه زیاته کړه چې په خپله لوبډله یې باور درلود چې پايلوبې ته رسېدلی او جام ګټلی شي.
تېر کال ګجرات ټايټنز د دې سیاليو اتله لوبډله وه. د ۲۰۲۳ز کال دا سیالۍ د مارچ پر ۳۱مه پيل سوې وې چې ۱۰ لوبډلو پکې برخه درلوده.
په دې سياليو تر ټولو ډېرې منډې پکې د ګجرات ټايټنز شوبمن ګېل وکړې. هغه په ۱۷ لوبو کې ۸۹۰ رنزونه جوړ کړل چې درې پکې سلیزې وې. تر ټولو ډېرې ویکټې د همدې لوبډلې تېز بالر محمد شامي واخیستې چې ۲۸ وې. د ګجرات لوبډلې افغان لوبغاړي راشد خان په دې سیاليو کې ۲۷ ويکټې واخیستې.
که څه هم راشد خان په پايلوبه کې په ښې لوبې کولو کې پاتې راغلی خو د هغه لوبډلمشر هرديک پانډيا وويل داسې ورځې له کرکټ سره تړلې دي. هغه تر سیالۍ وروسته په خبرو کې وويل چې راشد خان، محمد شامي، موهيت شرما او ټول بالران یې ځکه د ډېرې ستاینې وړ دي چې تر دې ځایه د هغوی په مټ راورسېدل.