'افغانستان د ۲۵ کمزوري نظافت لرونکو هېوادونو په نوملړ کې اووم ځای لري'
په یوه تازه څېړنه کې چې د انسایډر په نوم ویب پاڼه کې خپره سوې، راغلي چې افغانستان د ۲۵ کمزوري نظافت لرونکو یا ناپاکو هېوادونو په نوملړ کې اووم ځای لري.
په دې درجه بندۍ کې بنګله دېش لومړی ځای لري. افغانستان بیا لویو ښارونو کې د عامه تشنابونو د نشتوالي او په ازاده فضا کې د خلکو د حاجت رفع کولو له کبله اووم ځای لري.
د دغه ۲۵ ناپاک چاپیریال لرونکو هېوادونو په اړه د ۶ سرچینو د مقالو په بنسټ څېړنه سوې ده.
په هېوادونو کې د روغتیا او پاوکوالي معیارونه بیلابیل او یو هېواد تر بله توپیر لري.
په دې معنی په یو شمېر هېوادونو کې هغه کسان نه جرمانه کېږي یا ورته سزا نه ورکول کېږي چې چاپیریال ککړوي.
خو په ډېری هېوادونو کې بیا دغه ډول خلک د خپلو ناوړه کړنو له امله په جدي ډول مسؤل ګڼل کېږي. له همدې کبله داسې هېوادونه پاک چاپیریال لري.
خو یو شمېر ټولنپوهان بیا دا د هېوادونو د اوسېدونکو کلتورونو پورې تړي چې خلک یې څومره د خپل چاپیریال د پاک ساتلو دود ژوندی ساتي.