اوکرایین: زاپورژیا اټومي بټۍ ته پر لار نړیوال پلټونکي له جګړې سره مخ سوي دي

Sep 1, 2022 - 21:11
 22
اوکرایین: زاپورژیا اټومي بټۍ ته پر لار نړیوال پلټونکي له جګړې سره مخ سوي دي

ټاکل شوې وه چې دغه ډله نن د اوکرایین په سویل ختیځ کې د زاپورژیا اټومي بټۍ د وضعیت ارزونې په موخه دغه ځای ته ورشي، خو اوکرایین پر روسي پوځیانو تور پورې کوي چې بټۍ ته پر غځېدلې لار ډزې کوي او هلته د پلټونکو د ورتګ مخه نیسي.

د زاپورژیا سیمې مشر الکساندر استاروخ پر خپل ټلیګرام لیکلي:" نړیواله پلټونکې ډله د امنیتي دلایلو له امله نه شي کولی خپل حرکت ته دوام ورکړي."

د رپوټونو له مخې، پر زاپورژیا ښار ډزې نن سهار هغه مهال پیل شوې چې دې ډلې د بټۍ ارزوني لپاره ژاپوریا لور ته حرکت وکړ.

د رپوټونو له مخې بټۍ ته دغه تلونکې ډله د اوکرایین تر کنټرول لاندې سیمه کې د درېیو ساعتونو راهیسې ایسار پاتې دي.

د اوکرایین دولت اتومي شرکت رویټرز ته ویلي، د نړیوالو پلټونکو د موټرو کاروان له لومړۍ کرښې ۲۰ کیلو مټره لرې یوې اوکرایینۍ پوستې سره تم شوي.

هغوی ویلې په تمه دي چې وضعیت مخ په ښه کېدو شي.

زاپورژیا اټومي بټۍ ته د پلټونکې ډلې له روانېدو مخکې د دغې ډلې مشر رافیل ګروسي خبربالانو ته ویلي وو چې سیمه کې د پوځي فعالیت له زیاتېدو خبر دي خو په هر صورت له دغې بټۍ د لیدو هڅه کوي.

ښاغلي ګروسي ویلي:" موږ د دې کار منفي او مثبت ټول اړخونه سنجولي او تر دغه ځایه راغلي یو، موږ نه په شا کېږو."

رپوټونه وايي، د زاپورژیا بټۍ شاوخوا وضعیت خراب دی او توغندي ویشتل کېږي، اوکرایین او روسیه د بټۍ شاوخوا د بریدونو تور پر یو بل پورې کوي.

د اوکرایین پوځي استخباراتو روسیه تورنه کړې چې له زاپورژیا ښاره د دنیپرو سیند بلې غاړې ته پر پروت ښار ارنودار برید لپاره له هیلیکوپټرو کار اخلي چېرې چې د برېښنا فابریکه ده.

بي بي سي نه د دې پر کره کولو نه ده توانېدلې چې کوم لوری مسوول دی.

د انرودر ښاروال پر ټلیګرام په سیمه کې د روسیې د توغندیو عکسونه خپاره کړي او وايي، برید کې ملکي وګړې هم وژل شوي او روسیه په قصدي ډول هڅه کوي بټۍ ته د نړیوالو پلټونکو د ورتګ مخه ونیسي.

د روسيې بهرنیو چارو وزارت پر اوکرايینې پوځیانو هوايي برید تایید کړی او پر ارنودار د اوکرایین ادعا شوی برید یې د نړیوالې پلټونکې ډلې د مخنیوي یوه قصدي هڅه یاده کړې ده.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي د دفتر مشر اندري یرمک هم ویلي چې روسیه هڅه کوي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ماموریت مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې."د جنایتکارانو مخه باید ونیول شي."