بریتانیا خپله بهرنۍ مرسته کموي؛ پر افغانستان ۷۶ سلنه کمېږي

Aug 3, 2023 - 13:37
 11
بریتانیا خپله بهرنۍ مرسته کموي؛ پر افغانستان ۷۶ سلنه کمېږي

د بریتانیا حکومت وايي،‌ د هغو مرستو کچه کمه وي، چې بهرنیو هېوادونو کې یې د ماشومانو او ښځو د لاسنیوي ترڅنګ خیریه کارونه پرې کېدل.‌

د بریتانیا په حکومت کې وزیرانو ته خبرداری ورکړل سوی چې زرګونه میندې او ماشومان به د زیږون پر مهال د دغو مرستو د کمېدو له امله ومري.‌

د حکومت یوه کورنۍ ارزونه وايي، نږدې ۲۰۰ زره مېرمنې به په ناخوندي ډول خپل ماشومان لېرې کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پر هغو هېوادونو چې اقتصاد یې کمزوری دی، د دوی بهرنۍ مرسته په دې موخه د "لنډمهال" لپاره کمه سوې چې پیسې سپما کړي،‌ خو وروسته به بېرته نژدې دوه برابره سي.

‌د بریتانیا حکومت د داخلي‌ اسنادو له مخې، پر افغانستان به ۷۶ سلنه مرسته کمه سي چې له امله به یې د نړۍ ځینې تر ټولو زیانمنونکې ښځې او نجونو به له مهمو خدمتونو بې برخې سي.‌