بېګاه ماښام د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د د.ا.ع.ش وسله والو پر يوه مهم پټنځای عمليات ترسره سوي دي

د حکومت مطبوعاتي دفتر وايي، چې بېګاه ماښام د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د د.ا.ع.ش وسله والو پر يوه مهم پټنځای عمليات ترسره سوي دي، چې ګڼ شمېر وسله وال په کې وژل سوي دي.
مطبوعاتي دفتر زياتوي، دا د وسله والو يوه مهمه ډله ده، چې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې هم لاس درلود او خارجي اتباع هم په کې شامل دي.
سکون راډیو