د افغانستان لپاره د سیمې او گاونډیو هیوادونو د ځانگړو استازو لومړنۍ غونډه نن د ازبکستان پلازمینې تاشکند کې پیل سوه.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د روسیې، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانگړي استازي د افغانستان پر روان وضعیت او اوږدمهاله سولې او ثبات په اړه خبرې وکړي.
سکون راډیو