‏د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل سوه.

Jan 14, 2023 - 14:02
 6
‏د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل سوه.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د هڅو په پایله کې؛ تېره شپه ۱۰:۳۰ بجې د سالنګ لویه لار لومړی د مسافر وړونکیو موټرو پر مخ پرانیستل سوه او له هغه وروسته بار وړونکیو موټرو ته اجازه ورکړ سوه، چې له شمال څخه سویل ته حرکت وکړي.


‏ د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د ګرمو ژمنیو جامو او زنځيرونو د اغوستلو پر مهال د لویو لارو د مسوولینو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

سکون راډیو