د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، تر هغه چې هېواد کې صنعتي او اقتصادي انقلاب رامنځته نه سي، هېواد به اقتصادي ځان بسیاینې ته ونه رسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، تر هغه چې هېواد کې صنعتي او اقتصادي انقلاب رامنځته نه سي، هېواد به اقتصادي ځان بسیاینې ته ونه رسېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین د صنعت پراختیا لپاره د پوره پاملرنې څخه خبر ورکوي. دوی له ټولو هغه پانګوالو څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېواد په اقتصادي ځان بسیاینه کې خپل رول ترسره کړي.