د مراکش زلزله کې د وژل سويو کسانو شمېر له ۲۸۶۰ اوښتی دی

Sep 12, 2023 - 15:26
 4
د مراکش زلزله کې د وژل سويو کسانو شمېر له ۲۸۶۰ اوښتی دی

په داسې حال کې چې د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي او غرنیو کلیوالو سیمو ته لا هم بشپړ لاسرسی نه شته، خو د جمعې شپې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۲۸۶۲ ته رسېدلی.

د دغه راپور له مخې د ټپیانو شمېر هم له ۲۴۰۰ څخه ۲۴۷۶ ته لوړ شوی دی. په ځینو سیمو کې ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې بند پاتې کسان او یا یې جسدونه له خاورو او خځلو راوباسي.

د وخت په تېرېدو سره د خلکو د ژوندي موندلو هیلې هم کمېږي. د مراکش حکومت د ځینو هېوادونو د مرستې وړاندیز منلی خو د نورو په اړه چوپه خوله دی.

د پېښې ډېرى قربانيان د غرنيو سيمو اوسېدونکي دي او په يادو سيمو کې زيانمن شوي خلک مرستو ته سخته اړتيا لري.