د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه؛ له خطر سره مخ د افغان مدافع وکیلانو په اړه هم بحث کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په شمول د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مدافع وکیلانو ژوند ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي په هدف بحث جوړوي.
بلجیم، کوستاریکا او توګو هغه هېوادونه دي چې د مدافع وکیلانو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ناسته وربللې ده.
تمه ده په دې ناسته کې چې له دوشنبې د فبروري ۲۷مې پيلېږي د افغان مدافع وکیلانو له خطر ډک ژوند هم تر بحث لاندې ونیول سي.
په ملګرو ملتونو کې د بلجیم دایمي استازولي د علي ضیا محسني په نوم د یوه افغان مدافع وکیل له اندېښنو ډک پیغام په خپل ټویټر خپور کړی چې وایي همکاران او ملګري یې له سخت خطر سره مخ دي.
هغه وویل: "د کابل له سقوط را وروسته زما همکاران په افغانستان کې په یوه سخت حالت کې دي. ګڼ یې بندیان سوي.
د پام وړ شمېر یې وژل سوي یا ټپيان سوي.
د بېلابېلو بریدونو هدف ګرځېدلي. زه هیله من یم چې زما غږ د افغان مدافع وکیلانو غږ اوچت کړي چې په افغانستان کې شکنجه شوي او اوس د خپل ځان، ماشومانو او کورنۍ د خوندي کولو په لټه کې دي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خطر سره مخ مدافع وکیلانو د ژغورنې لپاره کمپاین پيل کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د میاشت مخکې رپوټ په اساس افغان مدافع وکیلان، قاضیان او د حقونو فعالان له سختو ګواښونو سره مخ دي.
د ا.ا.ا په وار وار ویلي چې د تېر نظام کارکوونکو ته یې د عفوې اعلان کړی او کار نه پرې لري.
د ا.ا.ا له دې ډاډ سره سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ او د قاضیانو او مدافع وکیلانو د وضعیت په اړه د ځانګړې راپورترې مارګریټ سټېروېټ د یوه ګډ راپور په اساس چې د جنوري په ۲۰ مه خپور شوی راغلي، هغه څارنوالان او وکیلان چې د ا.ا.ا د غړو دوسیې یې مخته وړې وې له سخت خطر سره مخ دي.
د راپور په اساس په کابل او نورو ولایتونو کې لږ تر لږه دولس څارنوالان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل سوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
سکون راډیو