‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.

Jan 25, 2023 - 14:54
 9
‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.
ياد سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
اوچا ويلي چې په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کاله پرله پسې وچکالۍ او دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى.
دا په داسي حال کې ده چي په دې وروستیو کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې افغانان بشري مرستو ته ډیره اړتیا لري.
سکون راډیو