د میوه لرونکو ونو د اضافي څانکو د پرې کولو لړۍ پیل سوه

د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هدایت د یاد ریاست اړوند بولان زراعتي څېړنیز فارم کي د میوه لرونکو ونو د شاخ بری یا اضافه څانکو د قطع کولو لړۍ پیل سوه .
د ددغه فارم د مسلکي کارمندانو په وینا د ونو د اضافي څانګو غوڅول د میوه لرونکو ونو لپاره زیاتي ګټي لري چي له امله یې د مېوه لرونکو ونو عمر زیاتیږي او تر ډیره وخته پوري د میوي ورکولو توان ورکوي، د مېوي کیفیت ورسره ښه کیږی او د نیالګیو په حاصلاتو کي زیاتوالي راولي .
په دغه لړۍ کي د کرني ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم کي د مسلکي کارمندانو لخوا د یاد فارم په باغونو کې مختلف ډوله میوه لرونکي نیالګیو (شفتالو، سیب ،انار ،ګرنګیچ، الوچه ، پلم ) چي د مورني پایو په هدف روزل کیږي د اضافي څانکو پرېکولو لړۍ پیل کړي ده.
د بولان څېړنیز فارم د مسلکي کارمندانو په وینا چي د روزل سوو نیالګیو پنګې (مچر) به د پیوند لپاره د هلمند ولایت باغدارانو ته ورکوي تر څو د باغدارانو د نیالګیو په حاصلاتو کي زیاتوالي راسي او ددې ترڅنګ به یې مېوه د ښه کیفیت په لرلو سره نړیوال بازار پیداکړي .