د ننګرهار کانال ریاست: د خرما بڼ حاصلات به ۲۰ ټنو ته لوړ سي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال به د خرما ۴۰ جریبه دولتي بڼ څه د پاسه ۲۰ ټنه حاصل ورکړي. د ننګرهار د کانال ریاست د یاد بڼ مسوولین وايي، په دغه بڼ کې د شپږ ډوله خرما ۲ زره او ۷۰۰ ونې شته، چې شل تنه باغوانان یې پالنه کوي. یاد بڼ کې په کار بوخت کسان وايي، خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده. دوی وايي، سرپرست حکومت دې په کور دننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، تر څو په سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته له تګ راوګرځول شي.