کېم جونګ اون: د پرمختللو توغوندیو تولید د شمالي کوریا اړتیا ده

Aug 14, 2023 - 13:52
 11
کېم جونګ اون: د پرمختللو توغوندیو تولید د شمالي کوریا اړتیا ده

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو او توغندیو جوړولو له کارځایونو څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته امر کړی، چې د توغندیو او نورو وسلو د تولید په برخه کې زیاتوالی راولي. کیم ویلي، چې د پرمختللو توغندیو او وسلو جوړول د شمالي کوریا اړتیا ده او په دې برخه کې یې پر چټک کار کولو ټینګار کړی دی. کیم دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډ کلني پوځي تمرینات پیل شي. د شمالي کوریا له لوري د لا نورو عصري توغندیو او وسلو د جوړولو هڅه په داسې مهال کیږي، چې موده وړاندې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو له کېم جونګ اون سره د لیدنې لپاره پیونګ یانګ ته ولاړ.