د هلمند د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس له قومي مشرانو سره ولیدل.

Jan 24, 2022 - 22:04
 20
د هلمند د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس له قومي مشرانو  سره ولیدل.

نن د هلمند ولايت د قومونو او قبايلو چارو رياست کي له بلوڅانو ، شیعیانو اجتماعی شورا ، علماء کرامو او قومي مشرانوسره لیدنه ترسره سوه.

د سرحدونو او قبایلو چارو ریس مولوی عبدالهادي حماد د افغانستان خلک غیرتي او سوله غوښتونکي یاد کړه او د میشتو قومونو تر منځ يې د ورورولي او اتحاد ږغ وکړ او زیاته يې کړه چي د قومونو ترمنځ راپورته سوي اختلافات باید په ورورولي او اتفاق سره حل سي.

همدارنګه ده زياته کړه چي مسؤلين د ولس باداران نه دي بلکه د ولس خدمتګاران او خادمان دي نو په همدې اساس زموږ د رياست دروازه د ټول ولس پرمخ خلاصه ده.

دا پداسي حال کې ده چي ولسي وګړو په تیر کې د دولت او ولس ترمنځ له فاصلو شکایتونه درلودل.