د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو د ډیریدو غوښتنه کوې.

Mar 7, 2023 - 00:16
Mar 8, 2023 - 15:15
 37
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو د ډیریدو غوښتنه کوې.

مارجه د لښکرګاه ښار په جنوب لویدیځ کې یو له طبیعي ښکلا څخه ډکه پرته ولسوالي ده چي اتیا سلنه اوسیدونکي یې په کرهڼي او مالداري بوخت دي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو له کموالي شکایت کوي دوي وایې چي دا روغتیایې خدمتونه  بسنه نه ورته کوي او د روغتیایی خدمتونود ډیریدو او ښه روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولوغوښتنه کوي.

د هلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ د بشپړ روغتیایی مرکز امر ډاکټر نقیب الله اعظمي هم مني چي د ولسولۍ نفوس ته په کتو یې روان روغتیایی خدمتونه د ولسونو لپاره بسنه نکوي او په وینا چي روغتیایی مرکز باید ارتقا وکړي  .

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د روغتیا  عبدالغفار حاجي بشر وایی چي  اسلامي امارت په  راتګ سره یې ډیر روغتیایی مراکز رغول سوي او خلکو ته یې د روغتیایی خدمتونو په وړاندي کولو کي اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

اړوند:.د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په څلورو ښوونځیو کې د لابراتوارونو پرانیستنه وسوه. - سکون - رادیو (sakoon.af)

 دي وایی چي مارجه ولسوالۍ اوس مهال شاوخوا ۲۳ روغتیایی مراکز فعال دي چي په بیلابیلو برخو کي روغتیایی خدمتونه وړاندي کوي.


د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي داسي مهال د روغتیایې خدماتو د زیاتیدو غوښتنه کوې چي د هلمند ولایت د لیري پرتو سیمو او ولسوالیو اوسیدونکي د روغتیایې خدمتونو ته تر ډیره اسان  لاس رسۍ نه لري.


محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو