د کډوالو د نړیوال سازمان یو پلاوی افغانستان ته تللی

Aug 30, 2022 - 20:38
 6
د کډوالو د نړیوال سازمان یو پلاوی افغانستان ته تللی

د کډوالو نړیوال سازمان یوه پلاوي له افغانستانه د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ او داخلي بې ځایه شویو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د دې سازمان دمرستیالې مېرمن دانیلز په مشرۍ دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ا ا ا د حکومت له ځینو چارواکو په ځانګړي ډول بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

دانیلز ویلي چې په افغانستان ته يې د سفر پر مهال د داخلي بې ځایه شویو وضعیت له نږدې کتلی او په دې برخه کې به د مرستو د جلبولو هڅې وکړي.

د کډوالو د نړیوال سازمان دې پلاوي په داسې حال کې له افغانستانه لیدنه کړې چې په تېر یو کال کې په کور دننه سلګونه کسانو د فقر او بې وزلۍ امله خپلې اصلي مېنې پرېښي، دغه شان جنګ جګړې او طبیعې افتونه نور هغه څه وو چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه کېدو لامل شول.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېل نړیوال بشري مرسته کوونکي بنسټونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.