رانا ثناالله: پر الظواهري بريد کې د پاکستان له حريم ګټه نه ده اخيستل سوې

Aug 4, 2022 - 20:23
Aug 4, 2022 - 20:43
 23
رانا ثناالله: پر الظواهري بريد کې د پاکستان له حريم ګټه نه ده اخيستل سوې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي کوم ډرون چې د القاعدې مشر په نښه کړی د پاکستان له فضا نه دی الوزول سوی.

ثناالله دا خبره پرون د پاکستان جیو ټلوېزیون ته کړې.

هغه زیاته کړې ایمن الظواهري چېرته چې اوسېده هلته په نښه شوی نو دا خبره باید د امریکا او افغانستان تر منځ بحث سي.

د القاعدې مشر د جولای په ۳۱ په کابل کې سهار وختي د امریکا د ډرون الوتکې په بریدونو کې وژل شوی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه وژنه اعلان کړه خو ا ا ا لا تر اوسه هم نه ده تاید کړې، یوازې یې د ډرون برید غندلی او د دوحې د تړون سرغړونه یې بللې.

داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې پر الظواهري بريد ته په غبرګون کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالب مشرانو بحثونه روان دي.