زابل: د امنیتي منسوبینو لخوا دوه تنه د غلا په تور ونیول سوه.

دزابل ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند د دوهمې حوزي منسوبینو یادې حوزې ته څیرمه سیمه کې دوه تنه مشهوره غله نیولي دي.
د دوهمې حوزې آمر ملا زیت الله احمد وایي یاد غله چې یو یې د زابل دمرکز دی او بل ځان د کندهار ولایت اوسیدونکی معرفي کوي، د مارت دسرتیرو له لوري لاس په لاس د غلا شویو وسایطو سره یو ځای ونیول سوه.
د ښاغلي احمد په خبره دغو غلو د يوه کور څخه د شپې په درې بجې موتر سایکل غلا کړی وو او د دوهمي امنیتې حوزې د مسولینو ته د خبر رسیدلو سره سم زموږ لخوا پلټنه پیل شوه، چې په نتیجه کې یاد غله د ورځې پر 12 بجې د یوه عراده موترسایکل او د (2) پایو مخابرو سره ونېول سوه.
احمد زیاته کړه نیول سویو غلو په خپله غلا اعتراف کړی چې ډیر ژر به قضايی ارګانونو ته معرفي سي او غلا سوی موتر سایکل هم خپل .مالک ته بیرته وسپارل سو