د طالبانو ماليې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې مسوده نهايي سوې

Dec 18, 2021 - 17:57
 9
د طالبانو ماليې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې مسوده نهايي سوې

د طالبانو حکومت د‌ ماليې وزارت وايي، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې مسوده يې نهايي کړې ده.

د دې وزارت وياند احمد ولي حقمل نن شنبه (د لیندۍ په ۲۷مه) رسنیو ته وويل، د سږني مالي کال بودجه به ډېر ژر د تائيد لپاره د وزيرانو شورا غونډې ته واستول سي.

د ماليې وزارت وياند که څه هم په دې اړه د زياتو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل، دا بودجه له بهرنيو مرسته چمتو سوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر نظام په کلنۍ بودجه کې شااوخوا ۷۵ سلنه بهرنۍ مرستې شاملې وې.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ۴۷۳ ميليارده افغانۍ وه چې ۳۱۱ميليارده يې عادي او ۱۶۱ ميليارده يې پراختيايي بودجه و.