د ازبیکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف هوایي ډګر ته تللې

د ازبیکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف هوایي ډګر ته تللې
د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف پرون وویل چې د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان دوه زره دوه ویشتم کال په لومړیو کې خپل کار بشپړ کړي.
دا مرسته د دې څرګندونه کوي چې ازبیکستان غواړي له طالبانو سره په ارتباط کې وي.
ازبیکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره هم دا منلې ده چې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په تېرې یوې اوونۍ کې نژدې سل ټنه بشری مرستې په ترمز کې یوه لوژستیکي مرکز ته انتقال کړې دي.
د تېرې اوونۍ په پیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څلوېښت ټنه لومړنۍ مرستې له دې ځایه مزارشریف ته ولیږدولې.
د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان د بشري بحران په درشل کې دی او تر نیمایي ډېر استوګن یې له دې ګواښ سره مخامخ دي چې په ژمي کې به د خوړو لپاره څه نه لري.