روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۱۹ تازه پېښې ثبت sوي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس ۱۹ تازه پېښې یې ثبت کړي دي.
د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر رسنیو ته وویل چې د نژدې ۱۰۰۰ تنو له ازمېښته وروسته څرګنده سوه چې د ۱۹ تنو کرونا مثبته ده.
هژیر وویل: "له ۱۹ پېښو، ۱۰ په هرات ۲ په کابل، ۲ په کندهار، ۲ په میدان وردک، ۲ په غزني او یوه په کونړ کې ثبت سوې ده."
د روغتیا وزارت ویاند دا هم وویل چې تراوسه پورې یې په افغانستان کې د کرونا د اومېکرون بڼه نه ده ثبت کړې.
د دغه وزارت پر اساس، د سږ کال د اګسټ له میاشتې تراوسه پورې د کرونا نژدې ۴۱۰ پېښې ثبت سوي او تر ۱۸۰ ډېر کسان ورڅخه مړه سوي دي.
خو باور کېږي چې په افغانستان کې د کرونا پېښې تر دې ډېرې دي، خو اکثره نه ثبتېږي.