د حکومت او رسنیو تر منځ د همږغۍ میاشتنۍ ناسته ترسره سول.

نن د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کي د حکومت او رسنیو تر منځ د همږغۍ ناسته ترسره سول دې ناسته د حکومتي ادارو ویاندویان،خبریالانو او رسینو مسولینو ګډون درلود.
ناسته کي د هلمند د سیمه ایزو رسینو په ستونزو،اطلا عاتو ته پر لاس رسۍ حکومت او رسنیو ترمنځ د همږغي پر پیاوړتیا هر اړخیزي خبري وسوي.
غونډه کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال وویل موږ د اسلامي اصولو او افغانۍ کلتور سره سم ژمن یو چي د رسنیو سره همکاري وکړو؛ دده په خبره چي افغاني، ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کي نیولو سره رسنۍ باید خپل نشرات ورکړي او دې ډګر کي خپل ملي مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي.
نوموړي د رسنیو د قانون په چوکاټ کي خبریالانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چي د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه وکړي.
هلمند میشو خبریالانو داسي غونډي ډیري اغیزمني وبللې او وې ویل چي داسي غونډي جوړېدنه زموږ سره د ستونزو دحل په برخه کي ډېره مرسته کولای سي او داسي ناستو ددوام غوښتنه یې وکړل.
دوی زیاته کړه چي د اسلامي امارت په راتګ سره اوس تر بل هر وخت دې ولایت کي خبريالانو ته د معلوماتو لاسرسی زیات سوی دی.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه غوښتنه وکړه چي د هلمندي خبریالانواو رسنیو مالي ملاتړ او لاسنیوی وکړي تر څو یې رسنیز فعالیتونه د مالي ستونزو له امله ونه دریږي او خبریالانو ته دي د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه په لاره واچول سي .
د هلمند د بیلابیلو ادارو ویاندویان هم داسي ناستي اغیزمني وبللي او د خبریالانو سره د معلوماتو د شریکولو برخه کي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د حکومت او رسنیو ترمنځ د همږغي ناسته داسي مهال ترسره کیږي چي دې وروستیو کي د هلمند محلي رسنۍ او خبریالانو د مالي ستونزو څخه پر له پسي ډول شکایتونه کوي دا چې مالي تمویل او ستونزو ته به یې کله رسیدنه وسي هغه پوښتنه ده چي وخت به یې ځواب کړې.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو