طالبان: د کابل او مزارشریف د هوایي ډګرونو رادارونه به ژر نصب سي

Dec 29, 2021 - 17:55
 18
طالبان: د کابل او مزارشریف د هوایي ډګرونو رادارونه به ژر نصب سي

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، ډېر ژر به د کابل او مزارشریف د هوایي ډګرونو رادارونه نصب سي.

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي نن چهارشنبه (د مرغومې په ۸مه) رسنیو ته وویل، د دغو رادارونو د ګمرک چارې بشپړې سوي او نصبېدو ته چمتو دي.

نوموړی وایي، اوس د ورځې له خوا له ګڼو هېوادونو سره هوایي تګ راتګ کیږي، خو په خبره یې د رادارونو نصب او ترکیې او قطر سره تر هوکړې وروسته به د هوایي ډګرونو فعالیت ۲۴ساعته سي.

احمدي وایي: "فعلاً هم نړیوالې الوتنې د پخوا په څېر کېږي، اوس د ورځې دوه-درې پروازونه اماراتو ته لرو او دغه راز پاکستان، ایران، ترکیې، قطر اوسعودي ته پروازونه لرو، ځینو هېوادونو ته چې پروازونه نه کېږي، لامل یې کرونایي حالت دی."

څو ورځې وړاندې د قطر او ترکیې یو ګډ پلاوی کابل ته ولاړ چې د افغانستان د ۵ هوایي ډګرونو پر مدیریت له طالبانو سره خبرې وکړي.

دغو خبرو لا کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې، خو هوکړه شوې چې د تخنیکي ټیمونو لیده کاته به دوام ولري.