د چک جمهوریت د پوځ یو پخوانی غړی په ۲۱ کاله بند محکوم سو

د چک جمهوریت د پوځ یو پخوانی غړی په اوکراین کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په ملاتړ په جګړې کې د ګډون لپاره په یو ویشت کاله بند محکوم سو.
چکي رسنۍ خبر ورکوي چې نهه څلویښت کلن مارتین سوکوپ پرون په پراګ کې محکمې له ترورېزم سره په ارتباط مجرم وپېژانده.
د سوکوپ مدافع وکیل د خپل مؤکل پر بې ګناهۍ ټینګار کړی او وایي چې پر دې پریکړې به په بله محکمه کې اعتراض وکړي.
ویل کېږي چې سوکوپ په دوه زره څوارلسم کال کې چې کله روسې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، اوکراین ته تللی و.
څارنوالان وایي چې د خواله رسنیو له لارې یې دا معلومات ترلاسه کړل چې سوکوپ په اوکراین کې په جګړو کې برخه اخیستې ده.
سوکوپ د جګړې پر مهال عکسونه اخیستي و او د بیلتون غوښتونکو له لوري یې مډالونه ترلاسه کړي دي چې دا عکسونه او مډالونه یې په خواله رسنیو کې خپاره کړي دي.
د اوکراین د جګړو په ترڅ کې تر اوسه دیارلس زره دوه سوه کسان وژل سوي دي.