سبا يکشنبه د افغانستان په لسو ولايتونو کې د ورښت، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل

Dec 10, 2022 - 22:17
 20
سبا يکشنبه د افغانستان په لسو ولايتونو کې د ورښت، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل
‏د هوا پېژندنې ادارې سبا یکشنبه د افغانستان په لسو ولايتونو کې د اورښت، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.
‏دغه ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، ډایکنډي، غور او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د شدید اورښت، واورې ورېدو او سېلابونو د راوتلو امکان پکې سته.
د يادې ادارې د معلوماتو په اساس د اورښت کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۵ څخه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه به په بېلابېلو سيمو کې هم له ۵ څخه تر۲۰ سانتي مترو يوري وي.
سکون راډیو