نن ننګرهار کې د ملالې ميوند په نوم خبریالي دويم تلين!

Dec 10, 2022 - 20:46
 23
نن ننګرهار کې د ملالې ميوند په نوم خبریالي دويم تلين!
دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس راډيو تلوېزيون ويانده، ملاله ميوند د نامعلومه وسله والو له لوري شهيده سوه.
په نوموړي باندې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د جلال اباد ښار په ګولايي عربانو سيمه کې دندې ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله وال له لورې بريد وسو، چې په دې پېښه کې د انعکاس راډیو تلوېزيون يو موټر چلوونکی د محمد طاهر په نوم هم شهيد سوو.
دا په داسي حال کې ده چي تر اوسه پورې د یادو شهیدانو قاتلين پيدا نه سول او د قانون منګولو ته ونه سپارل سو.
سکون راډیو