شمالي وزيرستان: دوه پوليس او د پوليو ضد واکسين کمپاين يو غړی وژل سوي

Jun 29, 2022 - 15:31
 18
شمالي وزيرستان: دوه پوليس او د پوليو ضد واکسين کمپاين يو غړی وژل سوي

په شمالي وزیرستان کې د پولیو پرضد د واکسین د کمپاین پرمهال د وسله والو په برید کې دوه پولیس او د واکسین د کمپاین یو غړی وژل شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي عزیزالله ویلي دي چې په دې برید کې یو لاروی هم ټپي سوی دی.

د نوموړي په وینا برید کوونکي چې پر موترسایکل سپاره وو، له سیمې په تېښته بریالي سوي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه هم د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ- پولیو پېښې پکې سته.

له اپرېل میاشتې راهیسې، په پاکستان کې د پولیو یوولس پېښې موندل شوي چې واړه په شمالي وزیرستان کې وې.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له دې وشوه چې د پاکستان حکومت د ټول هېواد په کچه د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل کړ. د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.