عمران خان: د وژلو توطیه مې روانه ده

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې د وژلو توطیه یې روانه ده. عمران خان تېره شپه سیالکوټ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل له دغه پلانه څو ورځې وړاندې خبر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه یوه ثبت کړې ویډیو کې یې چې اوس خوندي ځای کې ایښې، د هغو ټولو کسانو نومونه اخیستي چې د ده په خبره دې توطیه کې لاس لري.
عمران خان ویلي د وژلو پلان یې د بندو دروازو تر شا، پاکستان کې دننه او له دغه هېواده بهر جوړ شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وايي که پر ده څه وشي، نو دا ویډیو به د ولس مخې ته کېښودل شي.
هغه ویلي دا ویډیو یې ځکه ثبت کړې، چې پاکستان کې هېڅ وخت "ځواکمن" نه نیول کېږي.
عمران خان وايي له لیاقت علي خان رانیولې تر اوسه، پاکستان کې په ورته ټولو پېښو کې ځواکمن مجرمان ازاد او کمزوري کسان نیول شوي دي.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر په زغرده نه دي ویلي چې د وژلو توطیه کې یې په پاکستان کې دننه او له دغه هېواده بهر څوک ښکېل دي.
هغه تېره میاشت د قامي اسمبلۍ لخوا له بېواکه کېدو وړاندې او راوروسته ادعا کوي چې امریکا یې خلاف وه او په کور دننه ځینې کړی ورسره ملګرې دي.
نوموړي په دې وروستیو کې د پاکستان پر ځواکمن پوځ هم له دې کبله نیوکې پیل کړې چې ګوندې د ده د بېواکه کېدو د توطیې مخه یې نه ده نیولې.