د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو ویلي چې هېواد به یې د ناټو د غړیتوب اخیستلو لپاره رسمآ دغه پوځي اېتلاف ته خپله غوښتنه وسپاري.
ښاغلي نینیستو دا پرېکړه داسې مهال کړې چې د ګاونډۍ روسیې ولسمشر "ولادیمیر پوتین" ورته تېره ورځ خبرداری ورکړی و چې ناټو کې غړیتوب به یې "تېروتنه" وي.
خو د فنلنډ ولسمشر نن (یکشنبه) هېلسینګي کې رسینو ته وویل "مهمه ده په یاد ولرو چې د ناټو غړیتوب د فنلنډ جغرافیه نه بدلوي، او فنلنډ به بیا هم روسیې سره اوږده ځمکنۍ او سمندري پوله ولري.
هغه دلته همدا راز روسیې سره د ښو اړیکو د دوام پر اهمیت هم ټينګار کړی او د ناروې بېلګه یې یاده کړې چې د روسیې ګاونډۍ او د ناټو غړې ده.
د فنلنډ او روسیې د ولسمشرانو خبرې
د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین خپل فنلنډي همپوړي "ساولي نینیستو' سره خبرو کې ګواښ کړی چې د فنلنډ لخوا د بېطرفه نه پاتېدو او ناټو سره د یو ځای کېدو پرېکړه به "تېروتنه" وي.
پوتین ویلي د فنلنډ ملي امنیت ته هېڅ ګواښ نه دی پېښ.
دوی دا تلیفونې خبرې داسې مهال کړې چې ټاکلې د فنلنډ حکومت نن یکشنبه ناټو سره یو ځای کېدو لپاره خپل دریځ رسمآ اعلان کړي.
فنلنډ هم د اوکرایین په څېر له د روسیې ګاونډی دی او ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
دغه هېواد تر اوسه مسکو سره د ترینګلیتیا مخنیوي لپاره ناټو کې له غړیتوب ډډه کوله خو پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته یې ویلي چې د پوځي بېطرفۍ له دې دودیزې پالیسۍ ژر لاس اخلي.
پر فنلنډ سربېره سویډن هم اعلان کړی چې ناټو کې د غړیتوب غوښتلو هوډ لري.
د روسیې ولسمشر دا نه ده روښانه کړې چې که فنلنډ او سویډن له ناټو سره یو ځای شي، نو د دوی ځوابي ګام به څه وي.
روسیې تېره ورځ فنلنډ ته د بریښنا صادرات بند کړل او دا د همدې لړۍ اړوند ګام بلل شوی.
د روسیې د انرژۍ برابرونکي نورډیک شرکت وايي دا ګام د برېښنا د پیسو ورکړه کې د ستونزو له کبله پورته شوی.
فنلنډ کې بیا اړوند چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د روسیې د بریښنا پرچاوۍ تر اوسه کومه ستونزه نه ده جوړه کړې.
کرملین ماڼۍ د ولادېمیر پوتین او ساولي نینیستو له تلیفوني خبرو وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي: روسي مشر ټینګار وکړ چې "د پوځي بېطرفۍ د دودیزې پالیسۍ پای ته رسول به یوه تېروتنه وي، ځکه د فنلنډ امنیت ته هېڅ ګواښ نه دی پېښ."
په بیان کې زیاته شوې چې دا بدلون "د روسیې او فنلنډ ترمنځ د کلونو اوږدو کې د ښه ګاونډیتوب او د دوو شریکانو ترمنځ د همکارۍ په روحیه پر پیاوړو شویو اړیکو منفي اغېزه کوي."
ښاغلي نینیستو بیا ویلي دغو تلیفوني خبرو کې یې ولسمشر پوتین ته وویل چې پر اوکرایین د یرغل په ګډون د روسیې وروستیو تحرکاتو څرنګه د فنلنډ امنیتي چاپېریال بدل کړی دی.
هغه زیاته کړې چې "دا خبرې رڼې او ډانګ پیېلې وې او په سړه سینه ترسره شوې. د ترینګلتیا مخنیوی مهم ګڼل کېده."
ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب غوښتنې پر وړاندې اوس یوازنۍ ستونزه د دغه پوځي سازمان د غړې ترکیې مخالفت دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا دواړه هېوادونه ترهګرو سازمانونو ته د پناه په ورکولو تورن کړي او ویلي چې ناټو کې یې د غړیتوب ملاتړ نه کوي.
له ترهګرو سازمانو د ښاغلي اردوغان اشاره د ترکیې د کردانو کارګر ګوند (پي کې کې) او د سوري کردانو (وای پي جي) ډلې ته ده.