قرغزستان او چین د اورګاډي پټلۍ د جوړولو طرحه وړاندې کړې

May 28, 2022 - 22:51
 11
قرغزستان او چین د اورګاډي پټلۍ د جوړولو طرحه وړاندې کړې

د ازبکستان ولسمشر وايي، چې قرغزستان او چین د اورګاډي له یوې نوې پټلۍ سره د درې واړو هېوادونو د نښلولو لپاره یوه طرح وړاندې کړې ده.

شوکت میرضایوف پرون د مې په ۲۷مه د ایروایشیا په اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې دا پروژه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې خورا زیات فرصتونه رامنځته کولای سي.

تېره اونۍ د چین، قرغزستان او ازبکستان چارواکو ویلي وو، چې د دې دریو واړو هېوادونو ترمنځ د رېلګاډي د یوې لویې پروژې د رغونې چارې به د سږني کال په مني کې پېل سي.